د اسټرالیا په پلازمېنه کنبرا کې د افغانستان د ماموریت د ۲۵مې کالیزې ملي مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې اسټرالیايي چارواکو، پخوانیو سرتېرو او د افغان ټولنې یو شمېر غړو ګډون کړی و. اس بي اس پښتو د اسټرالیايي ځواکونو له پخواني همکار او د اسټرالیا د افغانانو د ملي ټولنې له مشر، راز محمد پیرزوی سره مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ مرکه دلته واورئ.