نوریه نورزی په اسټرالیا کې یوه فعاله مور، سوداګره او د ټولنې د ملاتړ کارکوونکې ده. هغه د افغان ښځو او کورنیو د ملاتړ ترڅنګ، د خیاطۍ او جامو د ګنډلو خپل کاروبار لري او د فېشن ډیزاین زده کړې هم کوي. نوموړې د مور د ورځې د ستاینې جایزه ترلاسه کړې ده. پدې مرکه کې هغه د مهاجرت له تجربې، د کاروبار د پیل، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او خپلو راتلونکو پلانونو په هکله خبر ... Show More