د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې یاد لیګ ته ټول لوبغاړي بلل شوي او یوازې هغه کسان به ګډون ونه کړي چې د ټپونو له امله لوبېدو ته چمتو نه دي. د هغه په وینا، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، شرف الدین اشرف، یما عرب، نوید ځدران او عبدالرحمن هغه لوبغاړي دي چې د ټپونو له امله سږني لیګ کې برخه نه شي اخیستی.